slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لغمان ولایت امنیه قومندان مل پاسوال مولوی نجیب الله بدخشی او ورسره مل پرسونل الینګار ولسوالۍ ته سفر وکړ ، د دی سفر په لړ کي د امنیه قومندانۍ اداری او امنیتی چارې له نیږدی وڅارلې او منسوبینو ته یې د چارو په سمون ، د ښی حکومتولۍ ، سالمی رهبرۍ او ولسونو سره په نیک چلند ټینګار وکړ.

همدا راز یې د سیارو ګزمو او چیک پواینټونو کي د موبایل په بندیز او د یونفورم په مجهزوالی خبری وکړې تر څو د رهبرۍ هدایت او احکامات تطبیق شي.

ورته مهال ښاغلی بدخشی د یادی قومندانۍ د مسولینو ستونزی او مشکلات واوریدل او د حل په موخه یې اړونده ارګانونو ته سپارښتني وکړی.