slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لوګر امنیې قوماندانۍ مسؤلین وایي، چې د دې ولایت بېلابېلو سیمو کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله ۱۳ تنه هېواد وال ټپیان شوي او درې تنه نور خپل ژوند بایللي دي. د امنیې قوماندانۍ ویاند، مولوي احمدالله انس وایي، دغه ترافیکي پېښې، د لوګر مرکز اړوند، خضر التمور، جمعه کلا او دغه راز محمدآغې ولسوالۍ کې رامنځته شوي، چې په کې درې هېواد شهیدان او ۱۳ تنور ټپیان شوي دي.

انس زیاتویي، چې د ټپیانو له جملې ۷ سخت ټپیان شوي، چې تر جدي درملنې لاندې دي. د لوګر امنیې قوماندانۍ مسؤلین، د یادو پېښو ډېری لاملونه، د موټرچلونکو د بې‌احتیاطي، تېزه چلېدنه او د ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه بولي او موټرچلونکو غواړي، چې د ځان او هېواد والو د ژوند په خطر له احتیاط څخه کار واخلي. د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم، لوګر کې د ترافیکي پېښو له کبله درې خپل ژوند له لاسه ورکړي و او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي وو.