slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د فراه ولایت د ښاروالي ریاست د ۵۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د لسو بېلابېلو پروژو عملي چارې رسماً پیل شوې. د پروژو د پیل په مراسمو کې د فراه ښاروال مفتي سردارمحمد "مرصاد"، د ولایت مقام د دفتر رئیس رحمت الله "غورځنګ"، د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد عبدالحی "سباون"، د ولایت مقام ویاند مولوي عبدالمالک "اسامه"، ګڼ شمېر ګذر وکیلان او سیمه‌ییز مشران ګډون وکړ.

ښاروال "مرصاد" په خپلو څرګندونو کې د ولس پر دوامدارې همکارۍ ټینګار وکړ او له قراردادي شرکتونو یې وغوښتل چې چارې د شرطنامې مطابق او په خپل ټاکلي وخت بشپړې کړي. هغه خبرداری ورکړ چې د ژمنو په نه عملي کولو سره به نه یوازې پروژې نیمګړې پاتې شي، بلکې د ولس ناراضیتا به هم رامنځته شي.

د ولایت مقام د دفتر رئیس رحمت الله "غورځنګ" د ښاروالي د هڅو ستاینه وکړه او د بشپړ ملاتړ ډاډ یې ورکړ. نوموړي له تخنیکي ټیمونو وغوښتل چې د پروژو د کیفیت او پر وخت بشپړېدو لپاره پر کارونو دوامداره څارنه وکړي.