په څلورو ولایتونو کې ۵۹ تنه روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو لخوا په څلورو ولایتونو کندز، بلخ، غزني او فارياب کې ۵۹ تنه روږدي، چې له ډلې يې ۲۴ تنه کندز، ۹ تنه بلخ، ۲۲ تنه غزني او ٤ تنه فارياب کې راټول او د درملنې په موخه په یادو ولایتونو کې روغتیایي کمپونو ته ور پیژندل شوي دي.