slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بغلان د عامې روغتيا رياست مسئولين وايي، چې په ياد ولايت کې د روان کال په بهير کې د څه باندې ۸۸ ميليونه افغانيو په لګښت د ۴ روغتيايي مرکزونو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. د بغلان د عامې روغتيا رئيس ډاکتر احمد مسعود احمدي وايي، چې په دغه ولايت کې څلور روغتيايي مرکزونه د ۸۸ ميليونه ۸۰۳ زره او ۷۰۰ افغانيو په لګښت جوړ شوي دي. ده زياته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به دغه روغتيايي مرکزونو ته د عامې روغتيا وزارت له خوا تشکيل جوړ او زرګونو کسانو ته به روغتيايي خدمات وړاندې شي.