نیپال د بې پیلوټه څرخکو له لارې د همالیا له څوکو کثافات ټولوي
د
ایرلېفت ټېکنالوژۍ شرکت ویبپاڼې لیکلي چې دوی یوه بې پیلوټه الوتکه و
ازمویله او په دې تجربه کې الوتکې د شپږو زرو مترو په ارتفاع الوتنه وکړه
او په بریالیتوب سره یې پنځلس کیلوګرامه بار انتقال کړ. دغه شرکت زیاته کړې چې په ایوريسټ بېس کمپ کې تر ټولو د درانده بار انتقال و ازمویل شو، چې وزن یې ۳۲ کیلوګرامه و. دا پروژه د خومبو پاسانګ لامهو په کلیوالي سیمه کې عملي کېږي چې د همالیا غره د لوړې څوکې موقعیت دی. د چین د بې پیلوټه الوتکو شرکت ډي جې ای ویلي، چې دې ځای ته ختل خورا خطرناک کار دی. اعلامیه کې دا هم ویل شوي، که څه هم د تیورۍ له مخې چورلکې دا کار کولای
شي، خو له څرخکو څخه د خطر او ډېر مالي لګښت له امله لږ کار اخيستل کېږي.