خوست کې یو ریکشه چلوونکی په مرموز ډول وژل شوی دی.
د خوست ښار لرګیو اډې ساحه کې یو کس د نامعلومو کسانو لخوا په د چړو په ګوزارونو وژل شوی او سر ترې غوڅ شوی دی. امنیتي ځواکونو د پېښې ځای ته رسیدنه کړې او وژل شوی کس یې روغتون ته انتقال کړی دی. د وژل شوي کس د کورنۍ غړیو پولیسو ته ویلي چې له هیچا سره شخصي دښمني نه لري.
د خوست امنیه قومندانۍ وايي «د پېښې په اړه جدي پلټنې روانې دي، څو په یاده مرموزه وژنه کې ښکېل کسان پیدا او د خپل ترسره کړي جنایت سزا وویني.»