slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

پل‌علم ښار کې د کانکرېټي دیوالونو او خنډونو د لرې کولو لړۍ د ښاري نظم او پراختیا کمېسیون له لوري په جدي ډول دوام لري.  

د خبر پاڼې له مخې د لوګر امنیې قومندانۍ مخې ته، د مامورینو ښارګوټي پر لور غځېدلي سړک پر مخ پراته کانکرېټي خنډونه او دیوالونه لرې کړل شوي.  

د مسؤلینو په وینا، د دغو خنډونو له لرې کېدو وروسته به یاد سړک د مامورینو ښارګوټي اوسېدونکو ته پرانیستل شي، چې له امله به یې د ټرافیکي ګڼه ګوڼې کمښت، د سړکونو خلاصون او د خلکو د ازاد تګ‌راتګ لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.  

دغه لړۍ به د ښار په نورو برخو کې هم دوام ومومي، څو ښاري نظم ټینګ او د عامو خلکو د خوښۍ چاپېریال برابر شي.