امنيتي ځواکونو نورستان کي هغه اووه تنه نیولي چې په فرونر موټرو کې دې ولایت ته تللي وو او په ټولنیزو رسنیو کې یې د ښاري بې نظمې او ترافیکي اصولو ماتولو ویډیوګانې خپرې شوې وې.
امنيتي ځواکونو د نورستان امنيه قوماندان مولوي اختر محمد مزمل په ځانګړي لارښوونه مرکز پارون کي ۷ کسان د ښاري نظم د اخلالولو نشه موادو د استعمال او د هواي ډزو په تور نيولي شوي .
نيول شوي کسانو سره يو شمير نشه يي مواد ترلاسه شوي .
د نورستان امنيه قوماندان ښاغلی مزمل امنيتي مسولينو ته جدي سپارښتنه کړي چي په ټولنه کي نظم اخلالولو نکي تر نيولو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
نيول شوي کسان اوسمهال د جناي جرمونو پر وړاندي مبارزي مدیریت مسولينو تر پوښتنو لاندي دي چي وروسته به قانوني چلند تر سره شي.