slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د طورخم بندر د لېږدونو مسول بخت جمال ګوهر ويلي، چې وروستیو کې یوځل بیا هره ورځ سلګونه کورنۍ له کوزې پښتونخوا او د پاکستان له بېلابېلو سیمو د طورخم له لارې خپلو مېنو ته راستنېږي.

د نوموړي په خبره د لړۍ د چټکوالي سره دوی د خپلو همکارو موسسو په همغږۍ ورته بشپړ چمتووالی لري. ورته مهال د طورخم عمري کمپ مسوول محمد هاشم میوندوال هم راستنېدونکو افغانانو لپاره د بشبړ چمتووالي ډاډ ورکړی.

نوموړي د کډوالو بهیر بیا ګړندي کېدو سره په خيریه بنسټونو او مرستندویه ادارو غږ کوي، چې راستنېدونکو کډوالو ته خپله پاملرنه زیاته کړي.