خوست؛ د ورزې قوم ځوانانو په خپله سیمه کې سېلانيانو لپاره تفریحي پارک جوړ کړی.
د خوست ولایت د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ورزې قوم ځوانانو د خپلې سیمې د ښایست او خلکو ته د تفریح لپاره یو تفریحي پارک جوړ کړی دی.
دوی وايي، چې د ياد تفريحي پارک شاوخوا ۶۰ سلنه کارونه بشپړ شوي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر پای ته ورسوي.
دغه پارک د ورزې سیمې د ځوانانو، مسافرو او قومي خلکو په ګډو هڅو جوړ شوی دی.
د پارک جوړونکو په وینا، دوی هڅه کړې چې د ځوانانو، ماشومانو او مشرانو لپاره یو مناسب، آرام او خوندي تفریحي ځای برابر کړي څو د ژوند څو شيبې دلته په خوشالۍ او ارامۍ تېرې کړي.
پارک ته ورغلي ځوانان د ورزې قوم د ځوانانو دا نوښت ستایي .
دوی وايي، دا پارک د نورو تفریحي ځایونو په پرتله نېږدې، ارام او د ټولنې لپاره ډېر ګټور بولي.
د ورزې قوم ځوانانو نه یوازې دا پارک جوړ کړی، بلکې د سیمې د ښېرازۍ لپاره یې په سړکونو د ونو کېنول، د پارک ترڅنګ د یو مسجد جوړول، او د "ټن غر" تر نوم لاندې د مشاعرې او فرهنګي پروګرامونو ترسره کول هم پیل کړي دي.