slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د پنجشیر ولایت ځایي چارواکي وايي، چې شاوخوا دېرش سلنه د دې ولایت اوسېدونکي په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د زمردو د کیندلو په برخه کې بوخت دي.

د پنجشیر د معادنو او پترولیم ریس مولوي محمد قاسم امیري وايي؛ د تر سره شویو څېړنو له مخې، یوازې د حصه اول ولسوالۍ کې شاوخوا شل سلنه خلک د زمردو په استخراج کې کار کوي.

نوموړی زیاتوي، چې د پنجشیر د نورو ولسوالیو، حتا د ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکي هم په دغه بهیر کې فعاله برخه لري.

د امیري په خبره، له هغه وخته چې د زمردو رسمي استخراج پیل شوی، ۶۰۰ کسانو ته د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د «مسلکي» کار جوازونه، ۵۰۰۰ کسانو ته د «کاري» کارتونه او ۳۵۰۰ کسانو ته د «خاورې د ارزونې» کارتونه ورکړل شوي دي.

د معادنو ریاست زیاتوي، چې د زمردو قانوني او منظم استخراج نه یوازې د اقتصاد د پیاوړتیا لامل شوی، بلکې د خلکو لپاره یې پراخ د کار زمینه هم برابره کړې ده.

له بلې خوا، د پنجشیر ولایت مطبوعاتي دفتر وایي، چې د دې ولایت د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د ځوانو سوداګرو ګډون په اړوندو ناستو کې ډېر شوی او د دوی لېوالتیا ورځ تر بلې زیاتیږي.

د یادونې وړ ده، چې د پنجشیر زمرد، چې له دې ولایت څخه استخراجېږي، د خپل ځانګړي شین رنګ، لوړ شفافیت او ځلانده بڼې له امله نړۍوال شهرت لري. د دغه زمرد روښانه بڼه او دنننی ځلیدا یې د نړۍ له غوره قیمتي ډبرو څخه ګرځولې ده.