slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د هڅو په دوام، د کورنیو چارو وزارت اړوند د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت، د هرات ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ۱۹۶ تنه روږدي کسان راټول کړي دي.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلین وايي، دغه کسان د ښار له واټونو، ناحیو او عامه سیمو څخه راټول شوي او د درملنې په هدف د هرات ولایت ۴۰۰۰ بستریز روغتیايي کمپ ته انتقال شوي دي. یاد کمپ، چې د روږدو لپاره د درملنې یو له سترو روغتیايي مرکزونو څخه ګڼل کېږي، په منظمه توګه د روغتیایي څارنې، رواني مشورې او حرفوي روزنې خدمات وړاندې کوي.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې چارواکي زیاتوي، چې دا بهیر به دوام ومومي او هدف یې دا دی چې د هرات ښار ټولې سیمې له روږدو پاکې شي او د درملنې له لارې هغوی بېرته عادي ټولنیز ژوند ته راستانه شي.