slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ملګرو ملتونو په  عمومي غونډه کې یو شمېر هېوادونو د افغانستان په اړه مثبت دریځ څرګند کړی او له افغانستان سره یې د نړۍوالې ټولنې پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی دی. دغه هېوادونه ټینګار کوي چې د افغانستان ثبات او پرمختګ نه یوازې د افغانانو بلکې د ټولې سیمې په ګټه دی.

غونډه کې د بنسټیزو پراختیایي پروژو د پلي کولو، د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام، او د بشري مرستو د رسېدو اړتیا هم مطرح شوې.

د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه وکړه، په داسې حال کې چې د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې افغانان د بیا رغونې په چارو کې یوازې پرې نه‌ږدي او په دې برخه کې عملي مرسته وکړي.

تازه د اسلامي امارت مقاماتو د دې هېوادونو له نېک دریځه هرکلی کړی او د نړۍ له نورو هېوادونو یې هم غوښتنه کړې چې د افغانستان په اړه خپل نېک نیت څرګند کړي.