slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش هغه څرګندونې رد کړې او غندلې دي چې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز یې "احمقانه" بللی و.

ګوترېش د سې‌شنبې په ورځ د نیویارک له خبریالانو سره خبرو کې په افغانستان کې پر ښځو د کار د محدودیتونو په اړه وویل چې دغه پرېکړه د اسلامي امارت له لوري "احمقانه" ده.

خو د اسلامي امارت ویاند پر خپله اېکس  پاڼه لیکلي:

«موږ د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه بې مسوولیته څرګندونې په کلکه غندو چې په افغانستان کې یې د ښځو په اړه اقدامات احمقانه بللي وو.»

هغه زیاته کړې چې د اسلامي امارت ټول قوانین او لارښوونې د اسلامي شریعت پر بنسټ دي او د هر ډول نیوکو پرځای باید د شریعت په اړه د نه پوهاوي ستونزه حل شي.

مجاهد ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو سرمنشي باید د خپلو خبرو او الفاظو په کارولو کې دقت وکړي او له «بې‌سنجشه کلمو» څخه دې ډډه وکړي.