اصفهان کې ۱۶ کسان د اسراییلو د رسنیز ملاتړ په تور نیول شوي.
د اصفهان د امنیې قوماندانۍ د استخباراتو څانګې اعلان وکړ چې ۱۶ کسان یې د صهیونیسټي رژیم د رسنیز ملاتړ، د خلکو د ذهنونو ګډوډولو، د اسلامي نظام پر ضد د تبلیغاتو، او د شهیدانو د سپکاوي په تور نیولي دي.
چارواکو وویل چې یاد کسان د استخباراتي څېړنو او ناڅاپي عملیاتو له لارې، د قضایي مراجعو په همغږۍ ونیول شول. د چارواکو په وینا، دغه کړنې د "د صهیونیسټي رژیم د دښمنانه فعالیتونو پر وړاندې د مبارزې قانون" له مخې جرم بلل کېږي، او مرتکبینو ته به تر ټولو سخته قانوني سزا ورکول کېږي.
هېره دې نه وي چې اسراییلو له ایران سره د نظامي جګړې په لړ کې په ټولنیزو رسنیو ځینې پاڼې او آن ځینې مهمې سرچینې په پيسو اخیستي ترڅو د ایراني دولت او ملت پر ضد رسنیزه جګړه پر مخ یوسي.
په دې خلکو کې ځینې بهرنۍ څېرې دي؛ لکه د امریکا غږ پخوانی پاکستانی خبریال رحمان بونیری او ځینې یې بیا په کور دننه په ایران کې دي چې د دې هېواد منفي انځور خپروي او د اسرایلو په ګټه رسنیزه جګړه مخ ته بیايي.