slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د قلعه‌اخند سیمې کې د دوو کلیوالو ترمنځ د لډو لوبې پر مهال لفظي شخړه پېښه شوه، چې وروسته یې حالت تاوتریخوالي ته واوښت. په دې نښته کې یو ۲۵ کلن ځوان، چې د شخړې له اړخونو څخه وو، د مقابل لوري لخوا په سر باندې په لرګي وهل شوی او له سختو ټپونو وروسته ساه ورکړه.

د پېښې له خبرتیا سره سم د کامې ولسوالۍ امنیتي مسؤلین سیمې ته ورسېدل، عامل یې ونیوه او د پېښې د جدي څېړنو لپاره یې کار پیل کړ. د بشپړو تحقیقاتو وروسته به قضیه عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.

د ننګرهار امنیتي مسؤلین له ولسونو غواړي چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره له شخړو ډډه وکړي او هر ډول ستونزه له ارامه او قانوني لارو حل کړي.