slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

سیمه ییز چارواکي وايي چې د اشترلي ولسوالۍ لپاره د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې رسماً پیل شوې دي. د دغه پروژې مالي لګښت ۱۴ میلیونه افغانۍ اټکل شوی چې د کورنیو چارو وزارت له پراختیايي بودیجې تمویلېږي.

د دایکنډي د والي ویاند سید غضنفر کاظمي څرګنده کړه چې د نوې ودانۍ په جوړښت کې به ۲۱ اداري خونې او اړینې اسانتیاوې په پام کې ونیول شي. د ده په وینا، پروژه به د یو کال په موده کې بشپړه او د خلکو خدمت ته وړاندې شي.

اوسېدونکي د اشترلي ولسوالۍ د دې نوې ودانۍ د کار پیل هرکلی کوي. هغوی باور لري چې له دغې ودانۍ سره به اداري فعالیتونه معیاري شي، د خلکو ستونزې به کمي او خدمات به په چټکۍ سره وړاندې کېږي.