خبرونه نړۍ
-
د انګلستان په ختیځ کې د اورګاډي د یوې پېښې په ترڅ کې څو تنه مساپر د چړې په بریدونو ټپیان شوي دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې، دا برید د شنبې په ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې د پیټربورو او هنټینګډن تر منځ پر یوه روان اورګاډي کې شوی دی
-
- 1404/08/11
د بېلابېلو نړیوالو سرچینو د راپورونو له مخې، سره له دې چې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند هوکړه شوې، د غزې د انساني وضعیت کړکېچ لا هم نه دی کم شوی.
-
- 1404/08/11
د سوریې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام باراک اعلان کړی، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع واشنګټن ته سفر کوي.
-
د ملګرو ملتونو سازمان د نومبر د دویمې نېټې سره هممهاله، چې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ ده، ویلي، غزه په معاصر تاریخ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی ځای و.
-
د هند د دفاع وزیر راجنات سنګ او د امریکا د جګړې وزیر پیټر هیګسېت په مالیزیا کې د یوې ناستې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ لس کلن تړون لاسلیک کړ.
-
د اوکراین جګړې پایتهرسولو په تړاو د نړیوالو هڅو په دوام، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې ټیلفوني خبرې کړې دي.
-
د اسراییلي پوځ ویاند ویلي، چې د دغه هېواد ځواکونو له مصر څخه د وسلو بار درې ډرون الوتکې (څرخکې) نیولې دي. د پوځ په وینا، په دغو ډرونونو کې د وسلو کارتنونه بار وو.
-
د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، د غزې تړانګې شمالي سیمو ته د بشري مرستو لېږد له جدي خنډونو سره مخ شوی، ځکه د جګړې له امله ډېری لارې ویجاړې شوې او د تګ راتګ اساسي مسیرونه لا هم تړلي دي.
-
د برېټانیا لومړي وزیر کېیر اسټارمر اعلان کړی، چې هېواد به یې د غزې د خلکو وضعیت ښهوالي لپاره ۲۷ میلیونه ډالره (شاوخوا ۲۰ میلیونه پونډه) مرسته برابره کړي.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) اعلان وکړ، چې ایران د شرمالشیخ سرمشریزې د بلنې هرکلی کوي، خو د دې هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان او نوموړی له هغو مشرانو سره د لیدو اراده نه لري، چې د فلسطیني ولس پر وړاندې یې بریدونه کړي او لا هم ګواښونه کوي.


