خبرونه نړۍ
-
- 1404/08/20
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره پټه لیدنه وکړه. الشرع چې مخکې د القاعدې قوماندان و، تر دې وړاندې د واشنګټن د «ترهګرو تور نوملړ» برخه و او نوموړی اوس هڅه کوي، چې د سوریې د څو لسیزو نړۍواله انزوا پای ته ورسوي.
-
د هندي امنیتي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ د ګجرات ایالت په امنیتي عملیاتو کې درې کسان نیول شوي، چې له داعش ډلې سره تړاو لري او پلان یې درلود چې د «بیولوژیکي او کیمیاوي بریدونو» له لارې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
-
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له هند سره د یوې نوې سوداګریزې هوکړې پر جوړېدو کار روان دی، چې له پخوانیو تړونونو به توپیر ولري.
-
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې نږدې دوه میلیارده انسانان لا هم د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي سره مخ دي او که د اقلیم بدلون دوام وکړي، دا بحران به د بشریت لپاره ستر ګواښ شي.
-
د تایوان مرستیالې ولسمشرې هسیاو بيکیم د اروپا له سفر وروسته څرګنده کړه چې تایوان یوازې نه دی او په نړۍ کې یې د دوستانو شمیر ورځ تر بلې زیاتېږي. بيکیم ټینګار وکړ چې تایوان به نړۍ ته خپل عزم، ډېموکراسۍ ځواک او ښه نیت وښيي.
-
د سوریې ولسمشر احمد الشرع تېره ورځ په رسمي سفر د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته رسېدلی دی.
-
- 1404/08/18
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د برازیل په جنوبي ایالت پارانا کې د بړبوکۍ له امله چې تېز باد او شدید باران هم ورسره مل و، لږترلږه شپږ تنه مړه شوي.
-
ټرمپ چې د زهران ممداني له سرسختو سیاسي سیالانو شمېرل کېږي، د نوموړي له بریا وروسته ویلي چې اوس دې زهران له واشنګټن سره تازه اړیکې جوړې کړي.
-
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر ولسمشر احمد الشرع او د کورنیو چارو پر وزیر د امریکا د متحده ایالاتو د غوښتنې په اساس د بندیزونو د لغو کولو پرېکړه وکړه.
-
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند ویلي، چې هند د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه د پاکستان د اټومي فعالیتونو تصویر تحریف کړی او د پاکستان د اټومي پروګرام په اړه ناسم انځور وړاندې کوي.


