خبرونه نړۍ
-
د پیسو نړیوال صندوق په خپل تازه راپور کې ویلي چې په پاکستان کې پراخ فساد، د مالیې څخه منظمې تېښتې او د عوایدو پټول د هېواد د خزانې د کمزورتیا اصلي لاملونه دي. د یاد سازمان په وینا، د قوانینو پیچلتیا او د څارنې کمزوری مېکانیزم دا ستونزې لا ژورې کړې دي.
-
د امریکا او وینزویلا ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له زیاتېدو وروسته، روسي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا یوه ستره بمغورځونکې الوتکه B-52 د وینزویلا فضايي حریم ته نږدې الوتلې ده.
-
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سند په اړه د هند د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې غندلې او هغه یې د سیمهییز امن لپاره ګواښوونکې بللې دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه ډول څرګندونې د نړۍوال قانون، پېژندل شویو سرحدونو او د دغه هېواد د خپلواکۍ خلاف دي.
-
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د هغه اداره د اخوان المسلمین ډلې د «بهرنیو ترهګریزو سازمانونو» په لېست کې د شاملولو لپاره وروستۍ اسناد چمتو کوي. د ټرمپ په وینا، دا پرېکړه د امریکا د امنیتي پالیسۍ یوه مهمه برخه ده او حکومت یې پر اړتیا ټینګار کوي.
-
نړیوالو رسنیو د ویتنام د چاپیریال ساتنې وزارت د معلوماتو په حواله خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو او پرلهپسې سېلابونو له امله د تلفاتو شمېر ۹۰ تنو ته لوړ شوی دی. چارواکي وايي چې یاده طبیعي پېښه لا هم په څو سیمو کې روانه ده او د مرکزي برخو اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.
-
پر غزې تړانګه د اسرائیلي رژیم د تازه بریدونو له امله د ماشومانو په ګډون لږترلږه ۲۴ فلسطینیان شهیدان شوي دي. الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې په دغو بریدونو کې لږترلږه ۷۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
-
د اوکراین جګړې پایتهرسولو لپاره د امریکا وړاندیز شوي پلان په تړاو، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي څرګنده کړې چې ښايي دوی د واشنګټن ملاتړ له لاسه ورکړي.
-
- 1404/09/01
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تېره ورځ ( چهارشنبه، د نوامبر ۱۹مه) په انقرې ښار کې لیدنه کړې.
-
تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغې پېښې مسوولیت نهدی منلی.
-
حماس اسلامي غورځنګ په غزه کې د نړیوالو ځواکونو د مېشتېدو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی پرېکړه لیک رد کړ.


