slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت اعلان کړی چې د هېواد په اوو ولایتونو کې ۲۱ تنه روږدي د درملنې لپاره راټول شوي دي.

راټول شوي کسان په لاندې ډول دي: ۷ تنه په بدخشان، ۲ تنه په پروان، ۴ تنه په سرپل، ۲ تنه په غزني، ۳ تنه په سمنګان، ۲ تنه په کنړ او ۱ تن په کاپیسا کې.

د وزارت د معلوماتو له مخې، یاد کسان د هر ولایت اړونده روغتیایي کمپونو ته ورپیژندل شوي، څو د غوښتنې د کمښت او درملنې پروسه پیل شي.

مسؤلین ټینګار کوي، چې د نشه يي توکو سره مبارزه او د روږدو کسانو د درملنې پروګرامونه د خلکو د روغتیا او ټولنیز امنیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګڼل کېږي.