د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزی ګروپ د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید پر پروژه خبرې وکړې.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي ریس، ډاکټر عبدالباري عمر، د عربي متحده اماراتو په رسمي سفر کې د عزیزی ګروپ له ریس، میرویس عزیزي، سره وکتل.
د افغانستان برېښنا شرکت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو خواوو د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید پروژې پرمخ بیولو چټکتیا او د ګډو همکاریو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
دا پروژه د عزیزی ګروپ له لوري د ۱۰ میلیارده ډالرو په پانګونه عملي کېږي او د افغانستان د برېښنا د دوامدار تأمین او د اقتصادي پرمختګ لپاره یوه مهمه او ستره پروژه ګڼل کېږي.