د پکتيا د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست لپاره نوی رئيس وټاکل شو.
تېره ورځ سه شنبه د پکتيا ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست لپاره نوی رئيس مولوي خان محمد احمد د يوې غونډې پۀ ترڅ کې د ياد رياست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
پۀ دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت مالي معين مولوي عبدالرحمن حليم، ورسره مل پلاوي، د پکتيا ولايت مقام د دفتر رئيس او ځينو نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
پۀ غونډه کې د پکتيا ولايت مقام د دفتر رئيس مولوي نورالله ممتاز لۀ وزارت څخه راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووايه او نوي ټاکل شوي رئيس ته يې د ولايت مقام له اړخه په چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي ممتاز د پکتیا ولایت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست د مخکيني رئيس مولوي میرزا جان صادق د صادقانه خدمتونو تر سره کولو ستاينه وکړه او په نوي مسؤليت کې يې د لا برياوو هيله مندي ورته وښوده.
پۀ ياده غونډه کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت مشاور مولوي عبدالکريم عابد په خپلو څرګندونو کې وظيفوي بدلونونه د حکومتولۍ د ښهوالي يو مهم اصل وباله او د دواړو رئيسانو هڅې او خدمتونه يې وستايل.
د يادونې وړ ده، چې مولوي ميرزا جان صادق اوس د پروان ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست د رئيس په توګه ټاکل شوی دی.