د تخار پولیسو درې کسان د قتل په تور نیولي دي.
د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ اصلي اوسیدونکي درې کسان، چې د کورنۍ ستونزو له امله یې یوه ځوانه ښځه د لفظي شخړې وروسته وژلې ده. الحمدالله، دوی د اشکمش ولسوالۍ د پولیسو د قوماندانۍ د هوښیار او زړور پرسونل لخوا د مفصلو پلټنو وروسته ونیول شول.
قضیه اړوندو چارواکو ته سپارل شوې او د شکمنو کسانو په اړه لومړنۍ څېړنې پیل شوې دي.