slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د شرعي نصوصو له مخې د اسلامي نظام د استحکام او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دي، بناءً د باميانو ولايت د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه الله) د فرمان پر اساس په لاندي نومونو علماء کرام او متنفذين د باميانو ولايت د علماوو شوري د مسئولينو او اعضاوو په توګه وټاکل شول: مولوي عبدالقيوم د باميانو د علماوو شوري د رئيس، مولوي محمد نظر د يادې شوري د مرستيال او مولوي آغا محمد د شوري د غړي او مالي او اداري مسئول په توګه و ټاکل شول. همدارنګه مولوي محمد شاه، مولوي امين الله او مولوي غلام حضرت د نوموړې شوري د اعضاوو په حيث و ټاکل شول. دغه راز: د نورستان ولايت د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شېخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس په لاندي نومونو علماء کرام او متنفذين د نورستان ولايت د علماوو شوري د مسئولينو او اعضاوو په توګه وټاکل شول: شيخ محمد انور د نورستان د علماوو شوري د رئيس، شيخ محمد علي د شورا د مرستيال، مفتي محمد موسی د شورا د غړي او مالي او اداري مسئول، شېخ حبيب الرحمان، مفتي امان الله، شيخ نجيب الله، مولوي شاکر، شېخ محمد قايم، مولوي عبد العلي، شيخ عبد الرحمان، مولوي مصباح الدين، مولوي تاج الدين، مولوي عبد الرحيم او مولوي حبيب الله د نورستان د علماوو شورا د اعضاوو په توګه و ټاکل شول. د بل خبر له مخې: د لغمان ولايت د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شېخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه الله) د فرمان پر اساس په لاندي نومونو علماء کرام او متنفذين د لغمان ولايت د علماوو شوري د مسئولينو او اعضاوو په توګه وټاکل شول: مولوي محمد سليم د يادې شوري د رئيس، مولوي امر الله د شوري د مرستيال، مولوي عبد المعبود د شوري د غړي او مالي او اداري مسئول په توګه، مولوي عمرګل، مولوي فداء محمد، مولوي عبدالرازق، شيخ رفيع الله، مولوي عبدالمنان، مولوي عبد الله، مولوي مطيع الله، مولوي عنايت الله، مولوي عبد الواسع، مولوي غلام حسين، مولوي شاه محمد او مولوي سيد هاشم د غور ولايت د علماوو شوري د اعضاوو په توګه و ټاکل شول. د يوبل خبر له مخې: د ميدان وردګو ولايت د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان له مخې په لاندې نومونو علماء کرام او متنفذين د ميدان وردګو د علماوو شورا د مسئولينو او اعضاوو په توګه وټاکل شول. مولوي صا حب عبدالهادي د ميدان وردګو د شورا د رئيس په توګه، مولوي محمد عابد د شور د مرستيال په حيث او مولوي روح الله د شوري د عضو او اداري او مالي مسئول په توګه و ټاکل شول. دغه راز مولوي محمد الله، مولوي محمد حليم، مولوي عبد الرشيد، مولوي امين الله، مولوي نور الله، شيخ اسد الله، مولوي عبد الر‌ؤف، مولوي رحمت ګل، شير محمد اخندزاده، مولوي همايون، مولوي محمد ناصر او مولوي مجاهد الله د يادې شوري د غړيو په توګه و ټاکل شول. همدارنګه: د غور ولايت د چارو د ښه سمون په هدف د عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان له مخې په لاندې نومونو علماء کرام او متنفذين د غور ولايت د علماوو شوري د مسئولينو او اعضاوو په توګه وټاکل شول. محترم مولوي احمد د غور ولايت د علماوو شوري د رئيس، مولوي محمد ايوب د شورا د مرستيال او مولوي حفيظ الله د شوري د غړي او اداري او مالي مسئول په حيث و ټاکل شول. همدارنګه محترمين هر يو شېخ فضل الرب، مولوي مولاداد، مفتي خير محمد، مولوي محمد نعيم، مولوي عبدالحليم، مولوي محمد سرور، مولوي محمد اسحاق، مولوي محمد رحيم، شېخ رياض الدين، مولوي جلال الدين، مولوي محمد رسول او مولوي محمد حسن د نوموړې شوري د اعضاوو په توګه و ټاکل شول. د يوبل خبر له مخې: د دايکندي ولايت د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس لاندي علماء کرام او متنفذين د دايکندي ولايت د علماوو شوري د مسئولينو او اعضاوو په توګه وټاکل شول. محترم مولوي حيات الله د ياد ولايت د علماوو شوري د رئيس، مولوي محمد شفيق د شوري د مرستيال او مفتي ضياء الحق د شوري د عضو او اداري او مالي مسئول په توګه و ټاکل شول. دغه راز محترمين هر يو مفتي رحمت الله، مفتي محمد رحيم، مولوي عبدالولي، مولوي محمد نعيم، مولوي علاء الدين، مولوي حبيب الرحمان، مولوي حکمت الله، مولوي محمد معصوم، مولوي رحمت الله، مولوي عصمت الله، مولوي محمد فاروق او مولوي انعام الله د يادې شوري د غړيو په توګه و ټاکل شول. د يادو ولايتونو د علماوو شورا مسئولين او اعضاء مکلفيت لري چې له خپلي لايحې سره سم د همدې ولايت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شويو موضوعاتو په هکله د ولايت اړوندو مسئولينو ته د شريعت په رڼا کي مشورې ورکړي او د ولايت مسئولين مکلف دي، چي د علماوو شوري پر مشورو باندي د دوي د لائحې مطابق عمل وکړي او د لائحې په اجراء کي هم پوره کوښښ وکړي.