slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کندهار ښاروالۍ د تنظیف عمومي مدیریت د کاري پرسونل له لوري د تیري يوې اونۍ په جریان کي د ښار په اوله او درېیمه ناحیه کي  د کثافاتو راټولولو پراخ تنظیفاتي اشرپیل شو. په دې اشر کي تر دې دمه له یادو ناحیو څخه شاوخوا ۱۹۳ موټره کثافات راټول او ټاکل شویو ځایونو ته لېږدول شوي دي.

همداراز د ښار د پاکوالي د لا ښه‌والي په موخه دا مهال د ۱۳مې ناحیې اړوند په بېلابیلو سیمو کي د جریو پاکولو  اشر  جریان لري. سربېره پر دې د ښار په ټولو عمومي او فرعي سړکونو باندي د جارو کولو چارې هم په منظم ډول روانې دي.  په همدې ډول د تنظیف کاري پرسونل له خوا د لوی اختر د لمانځه ادایني په موخه د عیدګاه په ساحه کي د پاک‌کارۍ چارې هم پیل شوې دي.

ددې ترڅنګ د انار ګل مشاعرې د راتګ په مناسبت  په عينو مېنه کي د مشاعرې د ځای د صفایۍ چارې هم رواني دي او ډېر ژر به یې د صفایۍ چارې  بشپړې شي.