slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ د دوهمې امنیتي حوزې منسوبینو د یوې موثرې کشفي عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه چې د خلکو له بانکي حسابونو څخه د غیرقانوني پیسو ایستلو او درغلۍ په تور تورن وو، ونیول.

لومړني معلومات ښيي چې دغه کسان د ګڼو ښاریانو بانکي حسابونو ته غیرقانوني لاسرسی پیدا کړی، له دې لارې یې پیسې ایستلي او د شواهدو د له منځه وړلو لپاره یې خپل بانکي حسابونه تړلي دي.

د هرات د امنیې قوماندانۍ مسؤلین له ټولو هغو ښاریانو څخه چې په دې قضیه کې متضرر شوي، غوښتنه کوي چې د لا زیاتو څېړنو او قانوني تعقیب لپاره د دوهمې امنیتي حوزې آمریت ته مراجعه وکړي.