slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پریان او دره ولسوالیو کې د اکټیډ په نوم همکارې موسسې له لوري، چې د نړیوال بانک له مالي ملاتړ څخه برخمنه ده، نږدې ۶۰ پرمختیایي پروژې پیل شوې دي چې په ورځني ډول نږدې ۸ زره کسانو ته د کار زمینه برابروي.

د پنجشېر د چارواکو په وینا، په دغو پروژو کې د استنادي دېوالونو جوړول، د کلیو او درو ترمنځ کانکریټي سړکونه، د لوړو سیمو او د غرونو په لمنو کې پرتو کورونو ته کانکریټي لارې، د اوبو کانالونه او نورې بېلابېلې رغنیزې چارې شاملې دي.

یادې پروژې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پلې کېږي چې د زرګونو کورنیو د ژوند په اسانتیا کې به مهم رول ولري. د پریان ولسوالۍ کې ۲۷ او د دره ولسوالۍ کې ۳۳ پروژې پیل شوې دي. هر کارګر ته د ورځې ۴۵۰ افغانۍ ورکول کېږي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، پنجشېر ولایت ته د تېرو کلونو د نه پاملرنې له امله ډېرې پرمختیایي پروژې نه وې پلې شوې، خو د والي الحاج حافظ محمد اغا حکیم په نوښت اوس د امارتي ادارو ترڅنګ د نړیوالو موسسو پام هم دې ولایت ته اوښتی دی. تمه ده چې سږ کال د بېلابېلو نهادونو له لوري له ۲۰۰ څخه ډېرې پروژې په پنجشېر کې پلې شي.