په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کابل په ګډون په نهو ولایتونو کې لسګونه روږدي راټول شوي دي او پر روغتیایي کمپونو سپارل شوي دي.
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو د هېواد په نهو ولایتونو کې په بېلابېلو پلټنو کې ګڼ روږدي هېوادوال نیولي او د درملنې لپاره یې بسترخونو ته سپارلي. په کابل، هلمند، فاریاب، غزني، فراه، زابل، بلخ، پروان او میدان وردګو کې ۱۲۱ تنه روږدي؛ چې له ډلې يې ۸ تنه فاریاب، ۳۸ تنه غزني، ۲ تنه فراه، ۱ تن زابل، ۱۸تنه بلخ، ۷ تنه پروان، ۷ تنه میدان وردګو، ۱۰تنه د هلمند په لښکرګاه او ۳۰ تنه په کابل کې را ټول او د درملنې په موخه صحي کمپونو ته ورپیژندلي دي.ورته مهال د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیس راډيو ته د نشهيي توکو پر پېرپلور هم په بېلابېلو ولایتونو کې د دیارلس کسانو د نیولو خبر ورکړی.
د یاد معینیت پولیسو د هیواد په پنځو ولايتونو؛ کندز، بلخ، پروان، غزني او خوست کې ۱۳ کسان له ۷.۰۸۱ کیلو ګرامه چرسو، ۳۲۰ ګرامه شیشې، ۱۱۶۰ عدده نشهيي ګولیو او ډول ډول نشهیي توکو سره نیول شوي دي.