slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

ه هغې وروسته چې اسرئیلو پر فلسطین حملې شروع کړې دي، د ځینو هیوادونو او په ځانګړې توګه د اسلامي ممالکو له لوري له غندلو سره مخ شوی دی. د افغانستان اسلامي امارت په کراتو نوموړې جګړې ته غبرګونونه ښودلې دي او دا یې د بشریت خلاف عمل بللی دی. تازه په یوه خبرې غونډه کې د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد د اسرائیل له لوري پر فلسطین بریدونه پر کلکو ټکو وغندل او په اسلامي هیوادونو یې غږ وکړ، چې د دې جګړې پر وړاندې دې په قوت سره خپل غږ پورته کړي. ښاغلي مجاهد و ویل: په غزه کې چې د غاصبو اسرائیلو له لوري کوم ظلم، وحشت او قتل‌عام روان دی، دا د نړۍ په تاریخ کې کمساری دی. موږ دا ظلم او وحشت په تر ټولو کلکو ټکو غندو، په ټولو اسلامي هیوادونو او مسلمانانو غږ کوو چې د دې ظلم او وحشت پر وړاندې په قوت خپل غږ پورته کړي. ښاغلي مجاهد نوموړې جګړه فقط تر فلسطینیانو نه مربوطوي، بلکې دا قضیه د ټولو اسلامي هیوادونو قضیه ګڼي، هغه وایي: د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین قضیه د ټول اسلامي امت قضیه ګڼي. د نوموړي په وینا د افغانستان حکومت د فلسطینیانو د ازادۍ د برحقې داعیې ملاتړ کوي او په اوسني ستر غم او درد کې د غزې له مسلمانانو سره خپل ځان شریک ګڼي. هغه دا هم و ویلې، چې د افغانستان اسلامي امارت د غاصبو اسرائیلو هغو ملاتړو ته چې د بشر د حقوقو تش په نامه شعارونه یې ورکول په ډاګه کوي چې ستاسو اوسنی سیاست د غزې د مسلمانانو په حق کې له دوه مخیتوب او ظلم څخه ډک دی، تاسو باید له دې ناوړه سیاستونو څخه لاس واخلئ او له بشریت سره دا کلکه دوښمني پرېږدئ. تقرییا ۸۷ ورځې کېږي، چې اسرائیلو پر فلسطین بریدونه جاري ساتلې دي. او د معلوماتو له مخې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ۳۱۲ طبي پرسونل وژل شوی او د همدې برخې ۹۹ طبي کادرونه لا هم له اسرائیلي پوځ سره بندیان دي. وروستي معلومات دا ښیي چې تر اوسه د اسرائیلو په بمباریو کې د وژل شویو خلکو شمېر ۲۱۶۷۲ ته رسېدلی او ۵۶۱۶۵ نور ټپیان شوي او یوازې یو سلنه ټپیان د رفع له لارې بهر ته ایستل شوي دي.