slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسیا جام روانو سیالیو پایلوبه نن ماښام د افغانستان پر وخت اته بجې د دوبۍ په نړیوال کرېکټ لوبغالي کې د هند او پاکستان ترمنځ کېږي. د دې سیالۍ ګټونکې لوبډله به د اسیا اتله شي.

دا لومړی ځل دی چې له ۱۹۸۴ کال راوروسته دواړه لوبډلې په مستقیم ډول د اسیا کپ پایلوبه کې سره مخامخ کېږي. د هند او پاکستان لوبې تل د کرېکټ مینه‌والو لپاره ځانګړې حساسیت او اهمیت لري.

هندۍ لوبډلې تر دې دمه په روانو سیالیو کې پاکستان دوه ځله مات کړی، خو د پایلوبې اهمیت له سیالۍ هاخوا سیاسي او عاطفي اړخونه هم لري. په وروستیو لوبو کې د دواړو ټیمونو ترمنځ شخړې، د لاس ورکولو ناندری او د هند د لوبډلمشر توندې څرګندونې د لوبې حساسیت څو برابره زیات کړی دی.

په افغانستان کې هم ګڼ مینه‌وال د پایلوبې په تمه دي. ځینې د هند بریا حتمي ګڼي، ځینې بیا د سیالۍ د خوند لپاره د پاکستان د ښه لوبې هیله څرګندوي.

شنونکي باور لري چې که څه هم هند په وروستیو کې مسلکي کرېکټ نندارې ته وړاندې کړی، خو د پایلوبې بریا به د پاکستان لپاره تاریخي اهمیت ولري، ځکه دغه لوبډله اوس د خپلو خلکو د سختو نیوکو سره مخ ده.

په سیالیو کې د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه اخیستې وه، خو افغانستان په لومړي پړاو کې له مسابقو ووته.