کندز ولایت کې یوه مظلومه یتیمه نجلۍ د امنیتي ځواکونو له خوا له کورني بنده وژغورل شوه
د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د یوه هدفمند او کشفي عملیات په ترڅ کې، یوه مظلومه یتیمه نجلۍ له څو کلن ظالمانه کورني بنده وژغورله. دغه نجلۍ د خپل کور دننه، د خپلو خپلوانو له لوري په ځنځیرونو تړل شوې وه او له اوږدې مودې راهیسې یې غیر انساني ژوند تېراوه
دا پېښه د امام صاحب ولسوالۍ د مومندو په سیمه کې هغه مهال افشا شوه، کله چې د سیمې اوسېدونکو د نجلۍ د ناوړه وضعیت او ظالمانه چلند راپور امنیتي چارواکو ته ورساوه.
امنیتي ځواکونه، چې سمدستي یې د کشفي راپور پر بنسټ عاجل عملیات پيل کړل، نجلۍ ژوندۍ وموندله؛ خو هغه له شدیدو روحي او جسمي رنځونو سره مخ وه. نجلۍ ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته انتقال او لومړنۍ طبي پاملرنه ورته برابر شوه.
د نجلۍ میرنۍ ورور، چې د دغې ظالمانه کړنې تر شا یې مستقیم لاس درلود، نیول شوی او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.
د کندز امنیه قومانداني د دغې پېښې د هر اړخیز تعقیب لپاره یو ځانګړی پلاوی ګمارلی، څو د نجلۍ وضعیت له نږدې وڅاري او د تورن کس دوسیه له قانوني مجراوو تعقیب کړي.
امنیه قومانداني له ولس سره ژمنه کوي چې د مظلومو وګړو، یتیمانو او بېوسه خلکو د حقونو د خوندي ساتلو لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي، او هېڅ ظالم ته به د ظلم او استبداد اجازه ورنه کړي.