هرات کې دری تنه مسلکي غله د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول
د هرات امنیې قوماندانۍ د پنځمې امنیتي حوزې منسوبینو، د یو لړ کشفي عملیاتو په پایله کې دری تنه مسلکي غله د یادې حوزې له مربوطاتو څخه ونیول، چې له خلکو څخه یې د موبایلونو او وسایطو په غلا کولو کې لاس درلوده
له نیول شویو کسانو څخه دوه سیت موبایل،ترلاسه شوي دي. دا مهال یاد کسان د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې دي.