د کابل - بامیانو لويه لار د زیاتې واورې د ورېدو له امله د ترافیکو پر مخ وتړل شوه
د میدان وردګو ولایت د پوليسو وياند محمد يوسف اسرار وايي چې د کابل - بامیان لويه لار د اونۍ کوتل په سیمه کې د زیاتې واورې ورېدو له امله د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
اسرار زياتوي چې یاده لار د جلریز ولسوالۍ اړوند په اونۍ کوتل کې د زیاتې واورې د ورېدو له امله تړل شوې ده.