قرهباغ کې د زهرجن حلوا خوراک له امله دوه ماشومان مړه شوي.
د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ ښاديخان قلعه کې تېر ماښام په یوه کور کې ماشومانو ته حلوا پخه شوې وه، چې په تېروتنې ورسره د موږکانو د وژنې دوا ګډه شوې وه.
یاده پېښه کې دوو ماشومانو ځای پر ځای خپل ژوند له لاسه ورکړ، او څلور نور ماشومان د درملنې لپاره لومړی د قرهباغ ولسوالۍ ملکي روغتون ته او وروسته د غزني مرکزي روغتون ته لېږدول شوي، چې اوس مهال یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل کېږي.