slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شوی دی.
د ایران سفارت نن (شنبه، د نومبر ۲۲مه) څرګنده کړې چې دغه تړون به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو د همکارۍ امکانات لا پیاوړي کړي.

د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، د سوداګرۍ، پانګونې او خصوصي سکتور په برخو کې دوه اړخیزه تعاملات لا پراخېږي.

د پاکستان له لوري د وروستیو کړکیچونو په تعقیب، ا.ا د سوداګریزو تبادلو لپاره د ازبکستان او ایران په ګډون نورو هېوادونو ته مخه کړې ده.

په همدې مهال، د افغانستان، ایران او ازبکستان د سوداګرۍ ګډه خونه هم رامنځته شوې ده. د ایران د ګډې سوداګرۍ خونې مشر سعید پورابادي ویلي چې د دې جوړښت هدف د شمالي خراسان، ازبکستان او افغانستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخول دي.

د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي تېره اوونۍ ایران ته سفر وکړ. نوموړي په همدې لنډ سفر کې د چابهار بندر لیدنه وکړه او په هلمند کې د ایران او افغانستان په ګډه اقتصادي غونډه کې ګډون وکړ.