له پنجشېره غربي نورستان ته د تازه جوړ شوي سړک کار بشپړ شو.
د نورستان د منډول علماو او مشرانو د پنجشېر والي، حافظ محمد اغا حکیم، سره په لیدنه کې د غربي نورستان د خلکو غوښتنه د تازه جوړ شوي سرک د پراختیا په اړه وړاندې کړه.
د راپورونو په اساس تر اوسه د پنجشېر د پريان ولسوالۍ د اریب سیمې څخه پیل شوی او د عربي نورستان منډول ولسوالۍ ته رسېدونکی دغه سرک بشپړ شوی چې د غربي نورستان منډول، دواب او نورګرام ولسوالیو خلکو ته د کابل او مرکزي ولایتونو سره د لنډې لارې د تګ راتګ زمینه برابروي.
په ناسته کې د پنجشېر علماؤ او مشرانو د سرک د ۳۰ کیلومتره ساحې د لا پراختیا او ترمیم غوښتنه وکړه، چې د والي په لارښوونه به یې په نږدې ورځو کې عملي کار پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې د پنجشېر ولایت په نوښت د پنجشېر څخه د نورستان مرکز پارون، بدخشان، غربي نورستان او تخار ولایتونو ته پیل شوي سړکونه به په دغه غرنیو سیمو کې د خلکو ژوند اسان کړي او د تګ راتګ ستونزې به راکمې کړي.