د کورنیو چارو وزارت رهبري غونډه د وزارت د چارسمبال وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ تر سره شوه!
دکورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین “قانع” پخپله ايکس ټولينيزه پاڼه ليکلي، نن ورځ د کورنیو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د الحاج خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ د وزارت رهبري غونډه دائره شوه.
په یاده غونډه کې د وزارت پر معینانو سربیره د وزارت اړوند لویو رئیسانو هم ګډون درلود.
سرچينې ليکلي غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او وروسته محترم خلیفه صاحب سراج الدین حقاني د غونډې برخوالو ته خپله توجیهي وینا وکړه.
همدا راز محترم خلیفه صاحب د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: موږ او تاسې د ولس د خادمانو په حیث د خپلو خلکو د خدمت لپاره توظیف کړل شوي یو.
د کورنیو چارو وزارت پولیس او ټول منسوبین باید د ولس هوساینه او د هغوی د امنیت ساتنه د خپل مسؤولیت لومړیتوب وګڼي، هغوی باید ډېر کوښښ وکړي چې له ولس سره په مثبت تعامل او له هغوى سره په همغږۍ خپل مکلفیت په ښه ډول سر ته ورسوي.
د وياند د معلوماتو له مخې د خلیفه صاحب تر وینا وروسته د وزارت معین صاحبانو او لویو رئیسانو د وزارت په امنیتي، اداري او خدماتي موضوعاتو خبرې وکړې.
همدارنګه د غونډې په پای کې محترم خلیفه صاحب په تېر شوي کمکي اختر کې د امنیت په تأمین کې د امنیتي ځواکونو رول او نه ستړي کېدونکې هڅې و ستایلې او هغوى ته یې په ورسپارل شویو دندو کې له الله تعالی څخه د مزید توفیق غوښتنه وکړه.
غونډه د ماسپښین تر لمانځه وړاندې د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.