slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د غزني ولایت په دوو بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو له امله درې تنه مړه او لس نور ټپیان شوي دي. دا پېښې د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجې پر ۱۹مه رامنځته شوې دي. د غزني د امنیه قوماندانۍ د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ اړوند د "تورپوستي" په سیمه کې شوې، چې پکې یو عراده ټوډې موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله چپه شوی. په دې پېښه کې یو تن ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

دویمه پېښه بیا د آب بند ولسوالۍ د کابل ـ کندهار لویې لارې په اوږدو کې، د سپین بند په سیمه کې رامنځته شوې. د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د تیلو یو ټانکر، د مسافر وړونکي موټر او یو عراده زرنج تر منځ ټکر شوی، چې له امله یې د زرنج چلوونکي په ګډون دوه تنه مړه او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

د دواړو پېښو له رامنځته کېدو سره سم د یادو سیمو امنیتي ځواکونه سیمو ته رسیدلي، د مړو جسدونه یې د هغوی کورنیو ته سپارلي، او ټپیان یې نږدې روغتونونو ته لېږدولي.

د غزني امنیه قوماندانۍ مسؤلین د دې پېښو لامل د ترافیکي قوانینو نه مراعتول او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي ګڼي، او له ټولو چلوونکو غواړي چې د موټر چلولو پر مهال د ترافیکي اصولو پابندي وکړي، څو د دا ډول مرګ‌ژوبلو مخه ونیول شي.