slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د شمال ختیځ زون ۲۱۷ عمري قول اردو د حضرت ابوبکر صدیق (رض) له ښوونیز مرکز د یوولسمې دورې، له درې ماشتنیو، تکتیکي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته ۴۵۰ تنه ځوان منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغه مراسمو کې د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزیر مولوي محمد یونس اخوندزاده، د ملي دفاع وزارت ستر درستیز مولوي شبیر احمد عثماني، د ۲۱۷ عمري قول اردو قومندان مولوي شرف الدین تقی، د کندوز والي مولوي محمد خان حاجي دعوت او ګڼ شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود.

مسوولینو یادو فارغانو ته هر اخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه: ستاسو زیار او کوښښونه د اعداد په برخه کې  د اسلامي نظام د بقا لپاره اړین دي او په درسپارل شویو مسوولیتونو کې د رب تعالی ج له لوري درته د بریالیتوب غوښتنه کوو.

په پای کې فارغ شویو منسوبینو ګډونوالو ته د جګړه ایزو تکتیکونو بېلابېلې نندارې وړاندې کړې، په علمي توګه یې د خپلو مهارتونو ښودنه وکړه او غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.