slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ايالت اړوندو سيمو کې د دوو وسله‌والو بريدونو پر مهال د پنځو پوليسو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.پاکستاني رسنيو پرون خبر ورکړ چې د خېبرپښتونخوا په کوهات سيمه کې وسله‌‌والو د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړي چې د درېوو پوليسو په ګډون، پنځه کسان په‌کې وژل شوي او يو ملکي وګړي ټپي دي.دغه وسله‌وال بريد وړم بېګا ناوخته شوی دی.بله‌خوا د ياد ايالت په سوېلي ولسوالي بنو کې هم د پوليو واکسين د کارکوونکو د امنيت د ټينګښت لپاره پر ګومارل شويو پوليسو وسله‌وال بريد کې دوه پوليس وژل شوې دي.د رسنيو د راپورونو پر بنسټ له ياد بريد وروسته سيمه کې د وسله‌والو پر وړاندې عمليات شوي ،چې د ځينو د وژنې دعوا هم شوې ده.د روانې اوونۍ د سه‌شنبه په ورځ په باجوړ کې هم د پاکستاني پوليسو پر موټرو بريد کې شپږ پوليس وژل شوي وو او ۲۵ نور ټپيان وو.په دې وروستيو کې د پاکستان په خېبرپښتونخوا، بلوچستان او نورو سيمو کې وسله‌وال بريدونه زيات شوي چې ډېر بريدونه د ياد هېواد پر پوځ او پوليسو شوې دي.