د مصر او فرانسې ولسمشرانو د فلسطینیانو له جبري مهاجرت سره د نظر اختلاف څرګند کړی دی.
د فرانسې او مصر ولسمشرانو ایمانوېل مکرون او عبدالفتاح السیسي قاهره کې په یوه ګډه خبري ناسته کې د فلسطینیانو د جبري بې ځایه کولو له طرحې سره مخالفت څرګند کړی او د غزې جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې.
ورته مهال؛ د افریقا اتحادیې هغه اسرائیلي استازی، چې په بې خبرۍ سره یې د دې اتحادیې په یوې غونډه کې ګډون کړی و، له غونډې ویستلی دی.
هېره دې نهوي، چې په غزه کې د روان وضیعت په تړاو د نړۍ اکثره نامسلمانو هېوادونو هم د اسراییلو پر وړاندې خپل دریځونه څرګند کړي او په نړۍ وال دريځ یې د اسرایيلي چارواکو د نیولو، محمکه کولو ا نورو بندیزونو غوښتنې او اقدامات کړي دي.
#پولیس-راډیو