slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست ولایت د مرافعه محکمې په مشرۍ د بېلابېلو امارتي ملکي او نظامي ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه. دا غونډه د مرافعه محکمې عمومي رئیس مولوي عین‌الله خلیل په مشرۍ د ۱۴۴۷ هـ ق د صفر په ۱۱مه نېټه جوړه شوې وه.

په غونډه کې د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو قاضیان، د تحریراتو او حقوقو آمرین، د عدلیې، سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیسان، د ولایت مقام، د استخباراتو ریاست، ښاروالۍ، د فرامینو د تعقیب او نظارت او امنیه قوماندانۍ استازي، د علماوو شورا رئیس او د نظامي محکمې علما ګډون درلود.

غونډه د قرآن‌الکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. مولوي عین‌الله خلیل ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې اجنډا یې تشریح کړه. نوموړي د ملکي او نظامي ادارو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې ټول مسؤلین د یو نظام برخه دي او باید په ګډه د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

هغه زیاته کړه چې د جهاد او شهیدانو د قربانیو موخه د شریعت د ټولو احکامو، حدودو، قصاص او تعزیراتو پلي کول دي، او هر مسؤل باید خپل سپارل شوی مسؤولیت په اخلاص او د اطاعت تر چتر لاندې ترسره کړي، ځکه له هر چا به د خپلو دندو په اړه پوښتنه کېږي.

ګډونوالو د مطرح شويو موضوعاتو د حل لپاره خپلې نظریې او وړاندیزونه وړاندې کړل، او په پای کې د محاکمو او اړوندو ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ او د ستونزو د حل لپاره د مناسب تصمیمونو په نیولو ټینګار وشو.