په اندونیزیا کې افغان سفیر په دې هېواد کې د نړۍوالو زده کړیالانو د بورسیو د ترویج په پروګرام کې ګډون کړی.
جاکارتا کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر مولوي سعدالله بلوچ د «د سفیرانو خبرې اترې: د اندونیزیا په پوهنتونونو کې د نړیوالو زدهکړيالانو لپاره د بورسونو ترویج» تر سرلیک لاندې په یوه پروګرام کې ګډون وکړ.
په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې پروګرام کې د ښوونیزو فرصتونو او په هغو کې د ګډون څرنګوالي په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.
همدارنګه، د بېلابېلو پوهنتونونو استازو د افغان زدهکړيالانوله شتون او فعالیت څخه خوښي څرګنده کړه او د هغوی د علمي وړتیا او استقامت ستاینه یې وکړه


