کابل ولایت کې ۸۰ کسان د نشه يي توکو د خرڅلاو، انتقال او کارولو په تړاو نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د کابل ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري د بېلابېلو عملیاتو په پایله کې د کابل ښار له مختلفو ناحیو څخه په تیرو څو ورځو کې ۸۰ کسان د نشه يي توکو د خرڅلاو، انتقال او کارولو په تړاو نیول شوي دي، چې له څیړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونوته وسپارل شي.
له نیول شویو کسانو څخه ۷۱۰۰ عدده نشه يي ګولۍ، ۵۵۰ ګرامه چرس، ۱۱۴ ګرامه شيشه، څه اندازه هیرویین، ۳.۵ لیتره الکولي مشروبات، ۱۰ لیتره خمیره شوي کشمش او ډول ډول نشه يي توکي ترلاسه شوي دي٠


