کمبوډيا له تایلینډ سره اوربند کوي.
راپورنه وايي چې کمبوډیا له ټایلنډ سره اوربند ته غاړه کېښوده. رویټرز خبري اژانس شنبه (زمري ۴مه) په ملګرو ملتونو کې د کمبوډیا استازي چیا کیو په حواله ویلي چې دغه هېواد له ټایلنډ سره اوربند ته حاضر دی.
کمبوډیا له قید او شرط پرته سملاسي اوربند او د شخړې سولهییز حل غوښتی دی. چیا کیو پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا پرېکړه یې له امنیت شورا سره تر غونډې وروسته کړې ده.
ټایلنډ او کمبوډیا د جمعې پر ورځ د دویم ځل لپاره یو پر بل د درنو وسلو ډزې وکړې اود دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله جګړه نوره هم سخته او پراخه شوه.