له لغمان ولایت څخه په یوه راغلې خبرپاڼه کې پولیس راډیو ته ویل شوي چې د دې ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر د لغمان د عامې روغتیا له ریس سره لیدلي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د لغمان ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوی عزت الله (میا صاحب) د لغمان ولایت د عامې روغتیا له ریس سمیع الله عابد نیازي سره د لیدنې پرمهال د روږدو د لا ښه او پر وخت درملنې په موخه هر اړخیزه خبرې اترې کړې دي، چې د لغمان ولایت د عامې روغتیا د ریس له خوا ورته د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی.
ورته مهال د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر په یاد ولایت کې د روږدو کسانو ۳۰ بستریز روغتون څخه هم له نیږدې لیدنه کړې او د کمپ مسول ته يې د روږدو کسانو د پاملرنې او درملنې په برخه کې اړینې سپارښتنې کړې دي.