slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسلامي امارت امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة‌الله اخندزاده حفظه الله، د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت ټولو مسلمانانو، خصوصاً افغان مؤمنو او مجاهدو ته د اختر مبارکي ویلې ده. هغه ویلي، چې د اختر دا ورځ په داسې حال کې لمانځو چې د الله تعالی په نصرت، د اسلامي امارت په قیادت، د شهیدانو او معلولینو په قربانیو او د ولس په دعاوو مو شرعي نظام او امنیت ترلاسه کړی دی، نو لازمه ده چې شکر ادا شي.

په پیغام کې د قربانۍ ارزښت ته ځانګړې توجه شوې او د احادیثو له لارې یې د قربانۍ د عمل ثواب، فضیلت او اهمیت بیان کړی دی. هغه مسلمانان هڅولي چې دا نېکې ورځې د طاعت، شکر، اتحاد او خپل مسئولیتونو د اداء کولو لپاره وکاروي.

همداراز، علماء کرام ته یې ځانګړی مسؤلیت متوجه کړی، چې دیني حقایق باید له خلکو پټ نه کړي، د کتاب ﷲ احکام په روڼ ډول بیان کړي او د دنیا د متاع په بدل کې یې تحریف نه کړي.

په پای کې یې ټولو مسئولینو ته سپارښتنه کړې چې د شریعت پلي کېدو ته باید لومړی له ځانونو پیل وکړي، غفلت ونه کړي، یو د بل په چارو کې مداخله ونه کړي او همغږي وساتي.