slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د۱۴۶ مېليونه افغانيو په ارزښت د بېلابېلو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې. د کليو پراختيا رياست سره په همغږۍ  د (سي‌ډي‌ډي) او يا د خلکو په مشرۍ د بيا رغاونې مؤسسه په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۴۶ مېليونه افغانيو په ارزښت په ۶۵ کليو کې د نېږدې ۷۵ بېلابېلو رغنيزو پروژو چارو پلان لري، چې په ۳۷ پروژو به يې کار روان شي.

په یادو پروژو کې يو استنادي ديوال؛ چې ۱۲۵ مېتره اوږدوالی لري د بنسټ ډبره يې کېښودل شوه. په ياد استنادي ديوال ۲،۸ مېليونه افغانۍ لګښت راځي چې  چارې به يې په دوو مياشتو کې بشپړې شي